تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان له وهان لسگونه افغان محصلين وباسي
افغانستان هم د هغو هېوادو ډلې ته ورګډ شوی چې په چین کې د کرونا ویروس له اصلي مرکز - وهان ښار نه خپل وګړي وباسي.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي وهان ښار کې ۴۱ افغان محصلین به د دغه هېواد د حکومت له اجازې وروسته کابل ته راستانه کړي.
د کابل او بيجنګ ترمنځ د چین په وهان ښار کې د شته افغان محصلینو د برخلیک پرسر له څو ورځو خبرو وروسته اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغو محصلینو د خوندي را ایستلو لپاره چمتو دي.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز بي بي سي ته وویل" افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد پرمهال به د هېواد د شاوخوا ۳۰ میلیونه کسانو وقایه هم په پام کې ولري."
روغتیا وزیر وویل ددې کار له پاره الوتکه ځانګړې شوې او د بېجېنګ سپارښتنو او اجازې ته ګوري.
وهان کې شاوخوا پنځوس افغانان په زده کړو بوخت دي او پرله پسې یې له حکومت نه د لېږدولو غوښتنه کوله.
سلیمان منان په وهان ښار کې د پوهنتون افغان زده کوونکی دی ، هغه نن بي بي سي ته وویل هلته میشت افغان محصلین تر "ذهني فشار" لاندې دي.
هغه زیاته کړه ټول افغان محصلین چې یو څو یې له ځان سره خپلې کورنۍ هم راوستي یو له بل سره اړیکي لري او تر اوسه ددوی په ډله کې کوم څوک پر کورونا وېروس نه دی اخته شوی. خو ښاغلي منان د هغو محصلینو په اړه اندیېښنه څرګنده کړه چې کورنۍ سره ژوند کوي او ځکه هغوی له پوهنتونه دباندې اوسیږي او ښايي د خوړو له کمي سره مخ شي.
دا افغان محصل وايي، شېبې شماري چې ژر تر ژره له دي ځایه ووځي.
مخکې امریکا، جاپان، برتانیا، هند او بنګله دېش خپل وګړي له دغه ښاره ایستلي دي.
د کرونا د ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟
د سږو پړسوب، تبه لرل، ټوخی، د ستونې او هډوکو درد، سرګرځېدل یا ګنګسیت، د سردرد او زکام د دغې ناروغۍ سترې نښې دي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، سره له دې چې د دغه ویروس درملنه ناشونې ده خو وقایې ته يې باید پام وشي، نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د مخنيوي لپاره يې په ګرمو اوبو لاس ومينځي، ویټامین سي لرونکې میوې او خواړه وخوري او ماسک وکاروي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي، د دغه ویروس مخنيوي لپاره ځانګړو تدابیرو ته اړتيا ده. په افغانستان کې د دغه سازمان د بېړنیو پروګرامونو د څانګې مشر داود الطافي د چین له وهان ښاره د قرنطین شويو کسانو لېږدولو کې د ځانګړو تدابیرو غوښتنه کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې بيړنی روغتیایي حالت اعلان کړ او افغانستان ته یې هم د دغه ويروس د تشخیص لپاره د پرمختللو وسایلو د ورکړې ژمنه وکړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې له چېنه افغانستان ته ۲۶۶مسافر را ستانه شوي. د بېرته ستنو شويو لس سلنه افغان محصلین دي چې د چين له نورو ښارونو ستانه شوي او د دغه ویروس نښې په کې نه دي ليدل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عمومي پوهاوي، په هوايي ډګرونو او پولو کې د روغتيايي کارکوونکو د ګمارلو او په روغتونونو کې د قرنطين د مرکزونو جوړولو په څېر اقدامات کړي.
دغه وزارت وايي، تراوسه په افغانستان کې په دغه ویروس د چا د اخته کېدو پېښه نه ده ثبت شوې.
د وروستیو شمېرو له مخې په چین کې په دې ویروس له ۱۴۰۰۰ زیات کسان اخته شوي چې له ډلې یې له نهه سوو نه زیات بستري دي او لږ تر لږه درې سوه کسان يې مړه شوي دي.