افغانستان: د کرونا ویروس مخنیوي اقدامات
د خپرېدو وخت
په چين کې د کرونا ويروس له امله د وژل شويو کسانو شمېر تر دوه نيم سوو اوښتى دى. افغان چارواکي وايي د روغتيا د نړيوالې ټولنې له لارښونو سره سم د هغو افغانانو پر ورستنولو کار کوي چې په چين کې دي. پرون له چينه ورغلي افغان محصلين له لومړنيو کتنو وروسته کورونو ته ستانه شول. چارواکي وايي په راتلونکو ورځو کې ښايي نور محصلين هم ورشي. د کرونا ويروس په تر ټولو ډېر ځپل شوي ښار وهان کې شاوخوا ٥٠ افغان زده کوونکي شته. شازيه حيا د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډگره نور حال راکوي.