د افغان زندانونو چارې ملکي ادارې ته سپارل کېږي

    • Author, یوسف ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي - کابل
  • د خپرېدو وخت

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه فرمان کې د زندانونو او د ازادیو سلب ټولو ځایونو مدیریت یوې ملکي ادارې ته سپارلې دي.

په دې حکم کې چې یوه کاپي يي بي بي سی هم ترلاسه کړي د دې کار موخه په زندانونو او د بندیانو په دوسیو کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي دي.

تر اوسه دا چاره نظامي ادارو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تر سره کوله.

افغان حکومت هیله لري چې له دې بدلون سره به د زندانونو چارې منسجمې او د اصلاح او سالمې روزنې په بنسټونو بدل شي.

د دغې ادارې نوم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. د مجرمینو اصلاح، د بندیانو بنسټیزو ستونزو ته رسېدل او د بندخونو تیت او پرک بنسټونو تر منځ نظم راوستل د دې بدلون مهم دلایل بلل کېږي.

په فرمان کې ټینګار شوی چې د روزنې پر سالمو ځایونو د زندانونو او څارخونو د بدلولو تر څنګ دې د بندیانو د اقتصادي، ورزشي او اداري اصلاحي کارونو لپاره هم اقدامات وشي.

د ولسمشر غني د حکم له مخې راشد توتاخېل د دغې نوي ادارې مشر ټاکل شوی دی. نوموړي بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''په زندانونو کې د شته مشکلاتو یو عمده لامل دا و چې چارې یې بېلا بېلو ادارو اړوند وې او یو مرکزیت یې نه درلود، ولسمشر غواړي دغه ټولې چارې تر یوه چتر لاندې راشي، پلان دا دی چې یوه اداره جوړه کړو او انسجام راولو، د زندانونو څېره باید له نظامي بڼې نه ملکي ته واوړي او ټول تمرکز پر دې شي، چې زندانونه د اصلاح په مرکزونو بدل شي. ''

په فرمان کې راغلي چې له نظامي برخې څخه ملکي ادارې ته د لېږد چارې باید تر دریو میاشتو پورې بشپړې او د اصلاحاتو ملي پروګرام باید تر پنځو کالونو پلي شي.

ولسمشر غني د ښار جوړونې وزارت ته د نوې ادارې لپاره د کارځای پیدا کولو او د ماليي وزارت ته بیا د نوي ادارې لپاره د بودیجې د لېږد سپارښتنې هم کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څلورو حقوقي سالاکارانو ته دنده سپارل شوې چې د دې اصلاحي پروګرام په عملي کېدو کې د زندانونو د مدیریت له نوې ملکي ادارې سره مرسته وکړي.

د زندانونو د اصلاح په اړه دا ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې د افغانستان په بندخونو کې له ظرفیته څو برابره ډېر بندیان د بند شپې ورځې تېروي.

د افغانستان په زندانونو او په ځانګړي ډول د څرخي پله په زندان کې ډېر وخت د بندیانو د بد وضعیت او د اوسېدو ناوړه شرایطو په هکله اعتراضونه او د ګنډلې خولې اعتصابونه کړي دي.

له دې وړاندې ښاغلي توتاخېل د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سره په خبرو کې د افغانستان زندانونه د سخت دریځۍ د رامنځته کېدو ځایونه بللي، او ویلي يې دي په افغانستان کې د بند خونو وضعیت او له زندانیانو سره چلند مناسب نه دی.

د افغانستان ډېری ولایتونه اوس د مجرمینو لپاره خپل زندانونه لري، خو د بي بي سي د تېر کال یو راپور ښيي چې په زندانونو کې د هغه شمېر دوه یا درې برابره ډېر بندیان ساتل کېږي چې بندخونه ورته جوړه شوې.

د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۰ زره بندیان دي، چې تر ټولو ستر هغه د څرخي پله زندان دی چې د دریو زرو بندیانو لپاره جوړ شوی خو په کې له ۱۰ زرو ډېر بندیان ساتل کېږي.