د باميانو لرغونې خزانې

د ویډیو تشریح، د باميانو لرغونې خزانې
د خپرېدو وخت

د افغانستان په بامیانو کې د بودا لرغوني اثار اوس د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي. د بودا تاریخي مجسمه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو ویجاړه کړه لا هم یو لړ سمڅې لري چې د بودا د وختونو نقاشۍ په کې دي.

لرغون پوهان وایي، په تېرو کلونو کې سختې وچکالۍ او واورین ژمي کېدی شي په سیمه کې پاتې لرغوني اثار نور هم زیانمن کړي.