مسعود اندرابي: د هر هغه کس پروړاندې گام پورته کوو چې د مجرم ملاتړ کوي

د ویډیو تشریح، کابل کې د جنايي جرمونو مخنیوي ۹ میاشتنۍ طرحه
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي په کابل کې ښار کې د جنایي جرمونو د مخنيوي په موخه د پوليسو تازه طرحه عملي کول به ۹ میاشتې وخت ونیسي. مسعود انداربي له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې ویلي، په دې تګلاره کې د هغو نفوذ لرونکو لار بنده شوې چې د مجرمینو د خلاصون لپاره یې لاسوهنه کوله.

په کابل کې زموږ همکار ابراهیم صافي له ښاغلي اندرابي سره مرکه کړې او د دغې طرحې د نورو مالوماتو په اړه یې پوښتلی دی.