د ځنګلونو ساتلو تابيا

د ویډیو تشریح، د ځنګلونو ساتلو تابيا
د خپرېدو وخت

په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان نيم ځنگلونه ويجاړ شوي دي. افغان حکومت د نړيوالې ټولنې په مرسته غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ويجاړيو دغه حالت بدل کړي. په دې کار کې د ځايي خلکو ونډه خورا مهمه بلل شوې ده. د دغه هېواد شمال ختیځ کې، د تخار، فرخار ولسوالۍ کې ځايي خلکو د خپلو سيمو ځنگلونو او زرغونو ځايونو ساتلو ته ملا تړلې ده. هلته سیمه ییزې شوراګانې د ځنګلونو ساتلو لپاره ساتندويان ګوماري او بدل کې غلې دانې ورکوي. د تخار کرنې اداره وايي اوس دغه دود نورو سیمو ته هم غځېدلی او ښي پایلې لري. زلمی اشنا د فرخار غرونو او ځنګلونو ته ورغلی او وايي پسته، ارغوان، ترخه بادام او لسګونه ډوله نورې ونې او بوټي چې یوه نیمه لسیزه وړاندې د ورکېدو له ګواښ سره مخ وو، اوس بېرته ورو ورو په شنه کېدو دي، او د سيمې غرونه او درې پوښي.