دفاع وزارت: تر پخوا ډېرې ښځې پوځیانې کېږي

د ویډیو تشریح، د افغانستان دفاع وزارت وايي، پوځي لیکو کې يې له دندې سره د افغان ښځو لېوالتیا تر پخوا څو برابره ډېره شوې ده.
د خپرېدو وخت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پوځي لیکو کې يې له دندې سره د افغان ښځو لېوالتیا تر پخوا څو برابره ډېره شوې ده.

په خبره يې، د افغان ټولنې ځينو دودیزو حساسيتونو ته په کتو په پوځي او امنیتي برخو کې د ښځينه‌ سرتېرو شته والي، د دوی ډېر کارونه اسانه او چټک کړي دي.

نورګل شفق د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند زبېر عارف سره خبرې کړې دي.