اوس له ښځينه ځواکونو پرته هېڅ عملیات نه کېږي
د خپرېدو وخت
اوس د افغانستان په ځانګړو پوځي عملیاتو کې، هغه که شپني وي یا د ورځې له خوا، ښځینه ځانګړي ځواکونه هم ګډون کوي.
افغان دفاع وزارت وايي د کومانډو ځواکونو دغه ښځينه ډله نژدې لس کاله وړاندې د افغان ځانکړو ځواکونو په لیکو کې شامله شوې ده.
خو په دومره کلونو کې یې شمېر له ۵۰ نه دی اوښتی.
نجما ځلا د کابل په څرخي پله کې د دوی روزنیز مرکز ته ورغلې وه.