د ناکامورا کورنۍ د مړي لېږد لپاره افغانستان ته ورسېده
د خپرېدو وخت
د ٧٣ کلن جاپاني ډاکټر تېتسو ناکامورا کونډه او مشرۍ لور نن افغانستان ته رسېدونکي دي چې د ده مړى له ځان سره يوسي. دی او پنځه افغان ساتونکي يې نامعلومه وسله والو چهارشنبه په يو وسله وال بريد کې د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې ووژل. د مرستندويې ټولنې د دغه مشر وژل کېدو په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونه لرل. په خوست کې يوه څلور لارې د ده په نامه شوې، په جلال اباد، کابل او خوست کې يې يادغونډې شوې دي. زموږ همکار ذبيح لله رحيمزی په ننګرهار کې د شوې پېښې، د ناکامورا په چارو او د عامو افغانانو په غبرګونو رپوټ لري