د ټاکنو کمېسیون د روانې لانجې اوارۍ کې د مرستې غوښتنه وکړه

د ویډیو تشریح، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت او امنیتي ادارو په ګډون د ټاکنو تنظیم پر ټولو شریکانو غږ کړی چې د روان لانجمن بهیر پای ته ورسولو کې دې يې لاسنیوی وکړي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت او امنیتي ادارو په ګډون د ټاکنو تنظیم پر ټولو شریکانو غږ کړی چې د روان لانجمن بهیر پای ته ورسولو کې دې يې لاسنیوی وکړي.

کمیسیون وایې لا هم په اوو ولایتونو کې احتجاجيان اجازه نه ورکوي چې د شک وړ رايو ځايونو کې رایې بیا وشمېري.

بل پلو د افغانستان دفاع وزارت چارسمبالی وایي امنیتي ځواکونه به یې چا ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو ژوند ستونزو سره مخامخ کړي او تاتریخوالي ته لمن ووهي.

صابر عزیز پرې راپور لري.