تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسي جرګې د وسلو ساتلو او کارولو قانون تائید کړ
افغان ولسي جرګې د ناریه وسلو، مهماتو او ناچاودیدونکو توکو د قانون ضمیمه تایید کړه. دغه قانون له پرسونل ضد ماینونو او د کلسټر یا خوشه يي بمونو استعمال څرنګوالی تنظیموي.
دغه قانون د ناریه وسلو استعمال، تولید، واراداتو، لېږدولو، زېرمه کولو او له د پرسونل ضد ماینونو استعمال مخنیوي لپاره تدوین شوی دی.
د همدې قانون له مخې به په هېواد کې د پرسونل ضد ماینونو او کلسټر بمونو پاکولو چارې تنظیمېږي. دغه قانون تېر کال د یوه امر له مخې ولسي جرګې ته لېږل شوی و او وروسته ولسي جرګې یوه ضمیمه هم ورسره یو ځای کړه.
له یوه لنډ بحث وروسته دغه ضمیمه په جرګه کې رایو ته وړاندې او تصویب شوه.
د ماین پاکۍ اړوند افغان چارواکي وايي، اوس هم د دغه هېواد په نژدې ۱۸۰۰ مربع کیلومتره خاوره کې تر ځمکه لاندې ماینونه او نور ناچاودیدلي مواد خښ دي.
دې کې په شپږ سوه مربع کیلومتره خاوره کې د هغه مهال خښ شوي ماینونه پاتې دي چې شوروي ځواکونه دغه هېواد کې وو.
افغانستان د ۲۰۰۸ کال دسمبر کې په ناروې کې د کلسټر بمونو ممنوعیت نړیواله هوکړه لاسلیک کړه.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نږدې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.
د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروي لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلا بېلو سيمو کې ښخ کړي وو، چې ځينې خطرناک هغه يې لا هم تر ځمکې لاندې شته.
شوروي لښکرو ان د تلويزیون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبي په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځي او راوايې خلي.
له دغو نااشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل.
د ماین پاکۍ چارواکو په خبره، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو په ځانګړي ډول سويل کې د ناامنۍ له کبله لا هم ډېر ماینونه پاتې دي، خو که پېسې او امکانات وي، څلورو-پنځو کلونو کې دغه هېواد په بشپړ ډول له ماینونو پاکېدلی شي.