'افغان زده کوونکي د خپلو ټولګیوالو لخوا ځورول کېږي'

د ویډیو تشریح، 'افغان زده کوونکي د خپلو ټولګیوالو لخوا ځورول کېږي'
د خپرېدو وخت

د افغانستان د پوهنې وزات مني چې په ښوونځيو کې زده کوونکي د خپلو ټولګیوالو لخوا ځورول کېږي او په ټولګیو کې زور واکي شته. وايي ډېرې کمې داسې پېښې ورسره شته چې له امله یې ځیني زده کوونکي له ښوونځي ایستل شوي دي. خو وزارت ټینګار کوي چې ډېر کم زده کوونکي رسمي شکایتونه ورسره ثبتوي. زموږ همکار صابر عزیز د داسې یوې زده کوونکې کیسه لري چې د ښوونځي هېڅ ورځ یې هم داسې نه تېرېږي چې دا پکې ونه ځورول شي.