هرات کې د انځورګرۍ نندارتون

د خپرېدو وخت

د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو پوهنځي لخوا د انځورګرۍ یو لوی نندارتون پرانیستل شوی، چې له هرو دوو کلونو وروسته یو ځل پکې د ځايي انځورګرانو پنځولي اثار نندارې ته وړاندې کېږي. تصویرونه او رپوټ یې په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده رااستولي دي.

انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو پوهنځي لخوا د انځورګرۍ یو لوی نندارتون پرانیستل شوی.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، دا نندارتون هر دوه کاله وروسته یو ځل پرانیستل کېږی او سږ کال هم د لسګونو ښځینه او نارینه هنرمندانو په لسګونو تابلوګانې پکې ایښودل شوې دي.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، په تابلوګانو کې د طبیعت منظرې، زینتي شیان، او تخیلي څېرې ډېرې ترسترګو کېږي.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، دلته ګڼه ګوڼه ډېره ده. ډېری لیدونکي یې هم ځوانان او خپله د پوهنتون محصلین دی.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، په دې نندارتون کې د ریال او مډرن یا عصري سبکونو ۱۴۰ تابلوګانې چې د شاوخوا ۶۰ تنو ښځینه او نارینه هنرمنداننو آثار دي، نندارې ته وړاندی شوي دي.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، بل لور ته له یوې دایمي ستونزې شکایت دا ځل هم اوریدل کېږی: 'تابلوګانې بازار نه لري!'
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، هرات د افغانستان په لویدیځ کی د تاریخ په اوږدو کې د سیمې په کچه تل د انځورګرۍ د هنر د اصلي مرکزونو په کتار کې شمېرل شوی خو لکه تل هنرمندان یې له اقتصادي ستونزو شکایت لري.
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، .
انځورګرۍ نندارتون
د عکس تشریح، .