د کندهار میلې
د خپرېدو وخت
کندهاریان د افغانستان د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په پرتله په مېله یانو مشهور دي. وايي مېلو ته هسې پلمې جوړوي. د دې سیمي خلک د نوي کال او اخترونو په ورځو شپو کې، د هېواد نورو سیمو، په ځانګړې، شمالي ولایتونو ته مېلو ته ځي. په عادي ورځو کې بیا، د ارغنداب د سیند پر غاړه شنه باغونه، د دهلې بند او په ښار کې د عینو مېنې پراخې دښتې او پارکونه، پر خلکو ډکې وي. مامون دُرانی هم په کندهاري چم، په مېله تللی و.