'ښايي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په ځنډ اعلان شي'

د ویډیو تشریح، د افغانستان د ټاکنو کميسيون وايي دا امکان شته چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې لږ په ځنډ اعلان شي. د دغه کميسيون مشرې بيا بي بي سي پښتو تلويزيون ته وويل پر سيستم يې په لسگونو بريدونه شوي او نوماندانو هم خنډونه ورته پېښ کړي
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون دارالانشا ته دنده سپارلې چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډیدو په اړه ارزونه وکړي.

د مهال وېش پر بنسټ د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې باید راتلونکې شنبه اعلان شي.

دغه کمیسیون وایي، دوی د کار د چټکتیا لپاره خپلې کاري ډلې اړې کړې دي چې درې وخته کار وکړي.

نورګل شفق ورغلی او د دغه بهیر وروستی حال يې اخیستی دی.