'که سوله وي له وطنه تللي سېکان به بېرته افغانستان ته راشي'
د خپرېدو وخت
په افغان ولسي جرګه کې د هندو او سېک لږکیو ځينې استازي وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د پاتې هندوانو او سېکانو کره شمېر نه دی مالوم خو په خبره يې، که سوله وي نو له وطنه تللي هغه هم بېرته خپل وطن ته راتګ ته لېواله دي.
د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیا ولایت کې د نژدې ۱۵۰ هندوانو او سېکانو له کورنیو یوازې یوه کورنۍ پاتې ده. جګړې، نا امنۍ او د ځايي خلکو له لخوا د لږکیو پر وړاندې توپيري چلن هغه لاملونه ګڼل کېږي چې دغه لږکیو پکتیا پرې ایښې ده.
نورګل شفق په ولسي جرګه کې د هندو او سيکانو له یوازیني استازي نرېندر سېنګ خالصه سره په افغانستان کې د لږکیو پر ستونزو غږېدلی دی.