پر افغانستان د امریکا برید ۱۸ کلن شو او ورسره د جګړې یو نسل

د ویډیو تشریح، پر افغانستان د امریکا د برید او طالبانو د رژیم د پرځېدو اتلس کاله پوره کېږي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان سېف ده چیلډرن پر هغو افغان ماشومانو یو رپوټ خپرو کړی دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په جګړه کې را لوی شوي دي.
د خپرېدو وخت

افغانستان د امریکا د برید او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو، ۱۸ کاله پوره شول. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې لا يي هم برخلیک نه دی معلوم.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا توره ورځ او د امریکا ۱۸ کلن حضور اشغال بللی دی. د ماشومانو د ژغورنې سازمان سېف ده چیلډرن پر هغو افغان ماشومانو یو رپوټ خپرو کړی دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په جګړه کې را لوی شوي دي.

دغه مرستندویه اداره وايي ماشومان د پاتې شویو چاودېدونکو توکو په وېره کې ژوند کوي. دمګړۍ څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان چې ډېری یې نجونې دي د نا امنۍ له امله ښوونځینو ته نه ځي.

نورګل شفق په دې رپوټ کې د جګړې په لمن کې د لویو شویو ځوانانو یوه ټولګي ته سر ورښکاره کړی.