افغان ټاکنې او د نوماندانو ناندرۍ

د ویډیو تشریح، افغان ټاکنې او د نوماندانو ناندرۍ
د خپرېدو وخت

بېلابېلو سيالانو د خپل مخکېوالي خبرې کړې، د ټاکنو کمسيون یې بيا وايي د رايو ورستیو پايلو اعلان يوازې د دوی کار دی.

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وړاندې، د بریاوو او ډېرو رایو ګټلو پر سر د نوماندانو ترمنځ ناندرۍ پيل شوې دي. د ځينو ټاکنيزو ډلو له څرګندونو وروسته يو نوماند رحمت الله نبیل وایې ټاکنې ګټونکی نه لري او باید دوهم پړاو ته لاړې شي، خو د ټاکنو کمیسیون وایې د پایلو په اړه به وروستۍ پرېکړه دوی کوي. بل پلو د شکایتونو کمیسیون وایې له څلورو زرو ډېر شکایتونه ورته رسېدلي چې له چاڼ وروسته به یې په اړه پرېکړه وکړي. له کابله پرې صابر عزیز راپور لري