تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: ټاکنیزې سیالۍ نن شپه ختمېږي
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو، ټاکنیزې سیالۍ نن شپه دولس بجې ختمېږي. د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت وایي، د شنبې پر ورځ کېدونکو دغو ټاکنو خوندیتابه ته لسګونه زره ځانګړي شوي امنیتي ځواکونه يې د رایې ورکونې ټولو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایې د ټاکنو کمپاین په دوره کې د بېلا بېلو نوماندانو لخوا ۹۰ شکایتونه ورسره ثبت شوي دي. د یو شمېر نوماندانو ټاکنیزې هلې ځلې ډيرې تودې وې خو د ځینو نورو بیا په نشت حساب وې. د ټاکنو له ورځې مخکې به سبا پنجشنبه او د جمعې پر ورځ د چوپتیا دوره وي. صابرعزیز له کابله نور حال لري.