تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی غواړو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې پر ورځ نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې وویل، د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی او ثبات غواړي او له خپلو اتحادیانو سره یو ځای به هڅه کوي چې افغانستان کې ترهګري په بشپړه توګه له منځه یوسي.
ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا چمتو ده چې د سولې لپاره هر اړین ګام پورته کړي، خو یو ځل بیا یې پر طالبانو نیوکه وکړه چې خپلو "وحشي " بریدونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي ټرمپ وویل، امریکا به په افغانستان کې له خپلو اتحادیانو سره یو ځای د ترهګرۍ د ختمولو چاره روانه ساتي، او هڅه به کوي چې سوله په یوه حقیقت واوړي.
نوموړي که څه هم په افغانستان کې د سولې او ثبات هیله وښوده، خو له وسله والو طالبانو سره یې د سولې خبرو بیا پیلولو په اړه کومه ژمنه ونکړه.
له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشارې ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا په نړۍ کې امن غواړي او پر داسې جګړو باور نه لري چې پای ته نه رسېږي.
نوموړي وویل، د ده اداره په همدې هیله په افغانستان کې د یو روښانه راتلونکي لپاره هیلمنه ده، خو له بده مرغه طالبانو خپلو وحشيانه بریدونو ته دوام ورکړی.
ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا ځینې کلک ملګري یو وخت د دې هېواد سخت دښمنان وو، خو امریکا په دایمي دښمنۍ باور نه لري او د نړۍ هره برخه کې ملګري او اتحادیان غواړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ولسمشر ټرمپ د وینا ډېره برخه پر چین او ایران ور ټوله وه، او پر دواړو هېوادونو یې سختې نیوکې وکړې.
پر چین د ولسمشر ټرمپ ډېرې نیوکې د سوداګرۍ او تعارفو په برخه کې وې، خو هیله یې وښوده چې د ولسمشر شي جن پنګ په واکمنۍ کې به وضعیت ښه شي.
نوموړي یو ځل بیا ایران په نړۍ کې د ترهګرو تر ټولو لوی ملاتړی وباله او زیاته یې کړه، د ایران مشران د څلورو لسیزو له ناکامیو وروسته باید خپله تګلاره بدله کړي او د خپلو خلکو د خیر ښېګڼې لپاره کار وکړي.