خلک ولې لوبلايي خټکي خوښوي؟

د ویډیو تشریح، سږ کال د افغانستان په شمال کې پر نژدې سل زره جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي دي.
د خپرېدو وخت

سږ کال د افغانستان په شمال کې پر نژدې سل زره جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي دي.

د میوو حاصلات ورسره ډېر شوي دي. په مزار شریف کې په دې وروستیو کې یو ډول خټکي د ډېرو خلکو خوښ دي او ډېر یې بازار ګرم شوی دی، لوبلايي نومېږي.

نجیب الله پاڅون په خپل رپوټ کې راښيي چې ولې یې ډېر خلک خوښوي؟