عبدالله: غني خپل ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو کار اخلي

د خپرېدو وخت

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس او راتلونکو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په یوه کمپایني غونډه کې پر ولسمشر او خپل ټاکنیز سیال محمد اشرف غني له دې امله کلکې نیوکې وکړې چې ګواکې د کمپاین لپاره دولتي امکانات کاروي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي عبدالله دا ادعا رد کړې.

ښاغلي عبدالله د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د خپلو سلګونه پلویانو یوې غونډې ته وویل، ولسمشر ان د امنیتي ځواکونو د توحید له مرکزه د کمپاین لپاره ګټه اخلي.

هغه ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل "ولسمشره له هم دې ځایه اعلان کوم چې که له دې وروسته تا څوک ممنوع الخروج یا ممنوع الورود اعلان کړل، موږ به خلک مدني مقاومت ته راوبلو، هغه وخت مسولیت بیا ستا پر غاړه دی، زه پوهېږم چې دا کار دې د کمپاین لپاره دی، که څوک دې خبره ونه مني، هغه ته توطیه جوړوې. ولسمشره ته نور له خصوصي سکټور سره د تړونونو د لغوه کېدو حق نه لرې، د ولسمشرهرهغه حکم په دې هېواد کې د عملي کېدو نه دی چې کمپایني بڼه ولري."

له دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر غني بیا پر ښاغلي عبدالله نیوکه کړې وه چې په حکومتي چارو کې د ده د فعالیتونو مخه یې ډب کړې ده.

ارګ د ښاغلي عبدالله خبرو ته په غبرګون کې ویلي "څرنګه چې ولسمشر غني د ټاکنو په چارو کې نه لاسوهنې او له دولتي امکانانو او صلاحیتونو نه استفادې ته ژمن دی، له نورو نوماندانو هم غواړي چې اساسي قانون ته درناوی ولري. "

څو ورځې وړاندې هم د ولسمشر ویاند ویلي و چې محمد اشرف غني د نوماندۍ ترڅنګ د هېواد ولسمشر دی او هره برخه کې د اقداماتو واک لري.

نن د یکشنبې په ورځ کابل کې دوو نورو نوماندانو نورالله جلیلي او عبدالطیف پدرام هم څرګندونې درلودې.

ښاغلي جلیلي په اوسنیو لوړپوړو چارواکو چې نوماندان هم دي، له دې امله نیوکې وکړي چې له خلکو سره یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

عبدالطیف پدرام بیا د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن د هغو خبرو په ملاتړ څرګندونې کړي چې د افغانستان لپاره یې د فدرالي نظام غوښتنه کړې وه.

تر ټاکنو د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي خو د ډېرو نوماندانو کمپاین د کابل او څو څنګلورو ولایتونو له پولو نه دي اووښتي.

بل لور ته د امریکا د متحده ایالتونو د سیاستوالو څرګندونو او متفاوتو نظرونو افغان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان سره وېشلي او یو د بل پر ضد ترې کار اخلي.