د کابل په اسمان کې د څرخي الوتکو غږونه
د خپرېدو وخت
د کابل ښار په اسمان د رنګا رنګ چورلکو ټيټې الوتنې ددې ګڼ میشته ښار اوسیدونکو ژوند نور هم سخت کړی، کابل ښاریان سرټکوي چې د څرخي الوتکو زړه بوږنونکو غږونو یې ژوند سخت او خوب یې ترې وړی دی. د افغانستان د هوایې ځواک پیلوټان چې اداره یې د کابل ښار فضا کنټرولوي وایې دوي هڅه کوي چې د استوګنې په سیمو ټيټې الوتنې ونکړي. دا مهال افغان حکومت ، بهرني ځواکونه ، نړیوالې ادارې او شخصي کمپنۍ څرخې الوتکې کاروي خو د هیڅ کومې حکومتي ادارې لخوا یې ټیټ پروازونه نه کنترولیږي. صابر عزیز یې په اړه رپوټ راکوي.