د جګړې په کرښه کې پروت ښوونځی

د ویډیو تشریح، د جګړې په کرښه کې پروت ښوونځی
د خپرېدو وخت

د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ په داسې حال کې د سولې خبرې روانې دي چې د افغانستان په ګڼ شمیر ولایتونو کې د جګړې ډګرونه تاوده دي. کاپیسا يو له هغه نا امنو ولایتونو دی چې د حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو په کې د خلکو پر عادي ژوند سیوری غوړولی. خو دلته د جګړې په تاوده ډګر کې خلک خپل ورځنی ژوند څنګه مخ ته وړي؟زمونږ خبریال ابراهیم صافی د تګاب ولسوالی یو داسې ښونځي ته تللی چې د جګړې په کرښه کې پروت دی.