للو للو: سيالۍ کې درغلي مه کوئ

د ویډیو تشریح، للو للو: سيالۍ کې درغلي مه کوئ
د خپرېدو وخت

د دې اوونۍ د للو للو کيسه د هوسيو د يوه ښار په اړه ده، دلته به هر کال غره ته د ختلو سيالي کېده. يو ځل په دې سيالۍ کې يوې هوسۍ درغلي کړي وه چې څه ورسره وشول نور په دې کيسه کې يې وګورئ.

دا کيسه ماشومانو ته ورزده کوي چې په سياليو کې درغلي ښه کار نه دی.

دغه کیسه نجیبې لېمې لیکلې او هم یې وړاندې کوي. پروډيوسر يې ګوربت ننګيال دی.