افغانستان: د ملا امامانو لپاره لارښود کتاب چاپ شوی

د ویډیو تشریح، افغانستان: د ملا امامانو لپاره لارښود کتاب چاپ شوی
د خپرېدو وخت

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو امامانو ته داسې يو لارښود کتاب چاپ کړی چې د ټول کال د جمعې ورځو د وعظ موضوع پکې ټاکل شوې ده. په دې کتاب کې ډېر ټينګار د تاوتريخوالي پر مخنيوي شوی دی. افغان حکومت وايي، د سیاسي هلو ځلو تر څنګ هڅه کوي د دیني عالمانو له لارې خلک سولې ته وبولي خو ويل کېږي چې ډېر کله دا لارښوونې په جوماتونو کې نه پلې کېږي - ولې نه؟ نورګل شفق یې ځواب پوښتلی.