تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: د سولې لپاره له ټاکنو هم تېرېدلی شم
د افغانستان را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله نن چارشنبه کابل کې خپله ټاکنیزه غونډه کې وویل، چمتو دی چې د سولې لپاره له ټاکنو تېرېدلو سره قرباني ورکړي.
نوموړي نن د کابل لویې جرګې په خیمه کې خپله ټاکنزه غونډه کې د کوچیانو استازو ته وویل، که تر ټاکنو یوه ورځ مخکې هم د سولې زمینه برابره شي، دی به قرباني ورکړي:
"که د سولې فرصت پیدا کېږي، موږ یې ځان ته دیني او ملي مسؤلیت بولو او که زموږ قربانۍ ته ضرورت وي، په هماغه ورځ قرباني ورکوو. ما مخکې هم ویلي، که له ټاکنو یوه ورځ مخکې او یا یوه ورځ وروسته د سولې فرصت برابر شو، موږ ټول چمتووالی ورته لرو. هېڅ پوښتنه پکې نه شته."
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د سولې د ټینګښت لپاره ژمنه موجوده ده او د جګړې دوام د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی.
عبدالله عبدالله وویل، له نورو قومونو سره د کوچیانو ستونزو ته باید تلپاتې حل وموندل شي او ټول له کړاوه خلاص شي.
اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د روانې اګسټ میاشتې پر ۲مه د کابل لویې جرګې په خیمه کې پخپله دویمه ټاکنیزه غونډه کې چې د ځوانانو لپاره وه، د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی و.
هغه مهال د سولې بهیر ته په اشارې سره نوموړي ویلي وو، سوله د هر افغان غوښتنه ده، باید د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي.
څو ورځې وړاندې، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر یو مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق په دغو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ.
افغانستان کې ټاکنیز کمپاینونه د زمري یا اسد په ۶مه پیل دي.
ټاکل شوې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې یا میزان پر شپږمه وشي. ټاکنیز کمپاینونه به د ټاکنو له ورځې اته څلوېښت ساعته مخکې پای ته ورسېږي.
د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۱۸کسان کاندیدان وو، چې زلمی رسول محمد اشرف غني ته تېر شو او محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز کمپاین درولی دی.
د دغو ټاکنیزو کمپاینونو د پیکه رنګ یو لامل د سولې په روانو خبرو کې ګونګ حالت بلل کېږي، په داسې حال کې چې ویل کېږي امریکا او طالبان یوې هوکړې ته نژدې شوي دي.
د عامو خلکو په ګډون یو شمېر نوماندان او پلویان یې په دې باور دي چې که د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې مثبتې پایلې ولري، ښايي د ولسمشرۍ پر ټاکنو هم اغېز وکړي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغان طالبان او امریکایی پلاوی د سولې خبرو کې د خپلمنځۍ هوکړې پر متن سره سلا شوي او طالبان وايي، وروستۍ هوکړې ته نژدې شوي دي.