للو للو: له سپږو ځان ساتل
د خپرېدو وخت
د دې اوونۍ د للو للو کيسه د يوې وزې ده چې سر يې سپږې کړې وې. سپږې یو ډول وړې حشرې دي چې ډېری وخت په سر او جامو کې ځای نيسي او د ناروغيو لامل هم کېدی شي.
دا کيسه ماشومانو ته نظافت او له سپږو د ځان ساتلو لارې ورښيي.
دغه کیسه نجیبې لېمې لیکلې او هم یې وړاندې کوي. پروډيوسر يې ګوربت ننګيال دی.