د مذاکراتي ټیم نومونو پر 'پټ ساتلو' د طالبانو نیوکه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، 'د سیاسي لوریو لخوا د بین الافغاني خبرو د پلاوي د نومونو پټول یا د اختلاف له کبله دی او یا هم د ځانګړو کړیو په واک کې ده. '

ښاغلي شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، 'ځکه نو د ټولو لوریو مشترک ټیم نه بلل کېږي او نه هم د پرېکړې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري. '

افغان حکومت د ښاغلي شاهین د دې څرګندونو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو له دې نژدې درې اونۍ مخکې یې له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه ۱۵ کسیز پلاوي خبره کړې وه.

د سولې چارو لپاره د دولت وزارت په وینا دغه پلاوي کې سیاسي، ټولنیز او قومي ترکیب په پام کې نیول شوی دی.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه کتل شي چې طالبان هم چمتو دي او که نه.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، غواړي یوشمېر امریکايي پوځيان له افغانستانه وباسي، خو په ورته وخت کې یې په دې هېواد کې د امریکا پر استخباراتي حضور ټینګار کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن کې یې امریکايي چارواکو ته د افغان سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي چې خبرې چېرې رسېدلې او راتلونکي ګامونه څه دي.

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې له واشنګټنه دوحې ته تر خوځېدو وروسته کړې دي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټري پیغام کې ویلي، لومړی تمځی یې دوحه دی او هلته به د پاتې مسلو د وروستي کولو هڅه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د خپل ټویټ پای کې ویلي، موږ چمتو یو، راځئ وګورو چې ایا طالبان هم چمتو دي.

د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له خوشبینۍ ډک پیغام په داسې حال کې مخې ته راځي چې څو ساعته وړاندې ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره په ناسته افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر اوږدمهال حضور نیوکې وکړې او دا هېواد یې د ترهګرۍ پوهنتون وباله.

ولسمشر ټرمپ وویل، د افغان حکومت، طالبانو او نورو ښکېلو غاړو سره خبرې کوي او د جګړې ختمولو لپاره بېلابېلې لارې لري چې یوه یې د ده په وینا له طالبانو سره خبرې دي چې اوس پر مخ وړل کېږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو ته په اشاره ښاغلي ټرمپ وویل، موږ به یوشمېر ځواکونه بېرته راولو، خو باید هلته خپل حضور وساتو.

په همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد کابل ته هم سفر کوي.

د ویناپاڼې پربنسټ، ښاغلی خلیلزاد به له افغان مشرتابه سره سلامشورې وکړي او د افغانانو خپلمنځیو ناستو پوره چمتووالي ته به یې وهڅوي.

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.