کابل برید؛ لسګونه ودونه لغوه شوي
د خپرېدو وخت
په کابل کې د ودونو په تالار له وینې لړلي حملې وروسته د دې ښار د وادونو په هوټلونو کې د واده او کوژدنې لسګونه مراسم ځنډول شوي دي. د کابل د هوټلونو د ټولنې چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې منلي چې د امنیتي ګواښونو او اندېښنو له کبله د هوټلونو کاروبار زیان لیدلی دی.
زمونږ خبریاله زمزمه نیازۍ چې د کابل ښار په څو هوټلونو ګرځیدلي په خپل راپور کې وايي چې نن د ودونو د څو هوټلو دروازې د مراسمو پر مخ تړلې وې.
په دې رپوټ کې یوه ناوې پر دې غږیږي چې ولې یې د خپلې کوژدن مراسم له ترسره کېدو درې ساعته وړاندې لغوه کړل؟