رحمت شاه سايل سره د داود اعظمي ځانګړې مرکه

د ویډیو تشریح، له رحمت شاه سره د داود اعظمي ځانګړې مرکه
د خپرېدو وخت

رحمت شاه سايل په ژونديو پښتنو شاعرانو کې يوه تر ټولو ځلانده او پېژندل شوې څېره ده.

نوموړي تر دې مهاله ۱۵ شعري مجموعې خپرې کړې دي چې د پښتو شاعرۍ د مينه والو له خوا يې تود هرکلی شوی دی.

زموږ همکار داود اعظمي د ۲۰۱۹ کال د مارچ مياشت کې له رحمت شاه سايل سره دلته د بي بي سی په لندن سټوډيو کې د هغه د ژوند، فکر او شاعرۍ په اړه ځانګړې او تفصيلي مرکه کړې.