ننګرهار کې د شاتو کاروبار

د ویډیو تشریح، ننګرهار کې د شاتو کاروبار
د خپرېدو وخت

سږ کال په افغانستان کې دننه د شاتو تولید لپاره ډېر ښه و خو په ننګرهار کې یې کاروباریان وايي ګټه هغومره ځکه نه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو ارزانه شات د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې پلورل کېږي. د وروستیو شمېرو له مخې افغانستان د دې وړتیا لري چې کال کې ۱۱ ټنه شات تولید کړي. ذبیح الله رحیمزی پرې رپوټ لري.