افغان ډاکټرانو بې پوزې ماشوم ته پوزه جوړه کړه
د خپرېدو وخت
افغان ډاکټرانو د هدایت الله په نامه هغه ماشوم ته پوزه اېښې چې ۱۶ کاله یې مخ بې پوزې و او د هېڅ شي په بوی نه پوهېده.
اوس ډاکټران وايي چې یاد ماشوم ته یې له څلورځله جراحۍ عملیاتو وروسته داسې پوزه جوړه کړې چې په نورمال ډول کار کوي.
زموږ همکاره شبنم الکوزۍ د ماشوم هدایت الله لیدو ته ورغلې وه.