للو للو: بې زحمته راحت نشته

د ویډیو تشریح، للو للو: بې زحمته راحت نشته
د خپرېدو وخت

د دې اوونۍ د للو للو کيسه د يوه ځوان ده چې غواړي د خپل ګاونډي په څېر له مېوو ډک بڼ ولري. دی له خپل ګاونډي د باغ جوړولو ټولې لارې زده کوي خو پوښتنه دا ده چې د باغ په جوړولو به توانېږي که نه؟

کيسه ماشومانو ته ورښايي چې د ژوند هر څه بې زحمته نه ترلاسه کېږي.

دغه کیسه نجیبې لېمې لیکلې او هم یې وړاندې کوي. پروډيوسر يې ګوربت ننګيال دی.