تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې یوه افغان سرتېري دوه امریکايي عسکر وژلي
په افغانستان کې د ناټو ماموريت وايي دوه امريکايي عسکر پرون دوشنبه د زمري/اسد په اوومه د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې وژل شوي.
په کندهار کې د پوليسو یوې سرچينې بي بي سي ته ویلي دا عسکر په شاهولي کوټ ولسوالۍ کې د يوه افغان پوځي له لوري په ډزو وژل شوي دي.
فکر کېږي بریدګر افغان پوځي ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، د کندهار تناوچي اډه کې دغه برید کې څلور امریکايي پوځيان وژل شوي او دوه ټپیان دي.
له دې سره د هغو امريکايي پوځيانو شمېر نهو ته پورته شو چې سږکال په افغانستان کې وژل شوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وویل واشنگټن پلان لري، چې د امريکا د راتلونکې کال تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستانه خپل عسکروباسي.
هغه دا د ولسمشر له خوا د ناپايه جگړو د پاى ته رسولو له پاره ځانته يو دايرکتيف يا لارښوونه وبلله .
دا اعلان داسې مهال راځي، چې ټاکل شوې د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد په يو څو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو اتم پړاو پيل کړي .
د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځ تر اوسه د خبرو اووه پړاوه شوي دي او دغه راز د طالب استازو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ هم خبرې شوې دي.