شهزادۍ هندیه: یوه ړانده صوفي د امان الله خان د مړینې وړاندوینه کړې وه
د خپرېدو وخت
شهزادۍ هندیې په بي بي سي د هغه ړانده صوفي کیسه وکړه چې د امان الله خان د مړینې وړاندوینه یې کړې وه.
د امان الله خان د مړینې لامل ناروغي وه خو د پلار له مړینې سره تړلې پر شهزادۍ هندیې دوو نورو مسلو هم ژور اغېز پرې ایښی، تر مړینې وړاندې د یوه ګونګي او ړانده سپین ږیري وړاندوینې او له مرګه وروسته افغانستان ته د پلار د مړي لېږد او خښولو سره تړلې ناندرۍ.
شهزادۍ وايي دغه کس صوفي او نوراني شخصیت و. کله چې شهزادۍ د یوې مودې لپاره د ایران مشهد کې مېشته وه دا کیسه پېښه شوې وه.
دا ویډیو د د شاه امان الله خان د مرگ کیسه رپوټ برخه ده.