تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې ۹۰ سلنه جوړې شوې ودانۍ غیر معیاري دي
د افغانستان ستنډرډز ملي ادارې د چارواکو په وینا له دې وروسته به دوی افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل کې په جوړېدونکو ودانیو کې د توکو د کیفیت څارنه کوي.
د دغې ادارې په وینا که د ودانیزو چارو موادو کیفیت له ټاکل شوي معیارونو سره برابر نه وي، د ودانۍ جوړولو اجازه به نه ورکول کېږي.
د افغانستان د سټندرډ ملي اداره یا انسا په داسې حال کې دا خبره کوي چې همدا نن یې په کابل کې د مترولوژۍ او ودانېزو توکیو د ازمایښت دوه لابراتوارونه پرانیستل.
په دولتی کچه دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ودانیزو توکیو د کیفیت معلومولو لابراتوار فعالیت پیلوي.
د دغې ادارې مشر محمد موسی علمي بي بي سي ته وویل په افغانستان کې جوړې شوې ودانې د ټاکل شويو معیارونو له ډلې لس سلنه هم نه شي پوره کولای.
ښاغلی علمي زیاتوي، په راتلونکي کې به په ټولو ولایتونو کې د ودانیزو چارو سټنډرډ مالومولو لابراتوارونه جوړ کړي.
په تېرو نږدې شلو کلونو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې لسګونه ښارګوټي د دولت او خصوصي ساختماني شرکتونو له خوا جوړ شوي، چې د ودانیزو چارو کیفیت په اړه یې بیا بیا شکایتونه شوي دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي له دې وروسته به له ښارجوړولو او ځمکو وزارت او ښاروالیو سره په ګډه هڅه کوي چې، په افغانستان کې ټولو جوړېدونکو ودانیو رغنیزې چارې وخت پر وخت وڅاري.
له دې مخکې د خصوصي ودانېزو چارو کیفیت مالومولو لابراتوارونه وو، خو څومره چې ښایي هغه ډول معیاري کارونه یې نه کول او دولت هم سم نظارت پرې نه کاوه.