جلال اباد: د بې غوړو خوړو مینه وال ډېر شوي
د خپرېدو وخت
د افغانستان په ختیځ ښار جلال آباد کې د هغو خوړو خوښوونکي ډېر شوي دي چې غوړي پکې ډېر نه وي کارول شوي. د بې غوړ خوړو مینه وال وايي، اصلي هدف یې دا دی چې له ناروغیو خوندي پاتې شي. په همدې موخه په ښار کې خال خال داسې خوړنځایونو هم په ډېرېدو دي چې د دغو خاصو مېلمنو پالنه یې هدف دی. ذبيح الله رحيمزی همداسې یوه رسټورانت ته ورغلی.