پاکستان: د ثبت شویو افغان کډوالو اوسېدو موده تر یوه کاله وغځول شوه

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدو موده تر یوه کال پورې غځولې ده. له دې مخکې په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې جون میاشتې پر ۳۰ نېټه پای ته رسېده.

پاکستان حکومت دغه اعلان اسلام اباد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سفر کولو یوه ورځ وروسته کړی.

د پاکستان سرحدونو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د فدرالي کابینې له منظورۍ وروسته په دغه هېواد کې د کډوالو افغانانو د اوسېدو موده د ۲۰۲۰ کال تر جون میاشتې پورې غځول شوې ده.

د وزارت اعلامیه کې ویل شوي دغه اجازه یوازې هغو افغان کډوالو ته ورکول کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اجازه لري.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار مسوولین وايي، د جون پر درېیمه پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو شمېر څه باند یو اعشاریه څلور میلیون ته رسېده.

ملګري ملتونه هغه افغان کډوال ثبت شوي بولي چې د پاکستان حکومت لخوا یې نومونه ثبت او ځانګړي کارتونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۱۸ دسمبر پورې له څلور اعشاریه درې میلیونو ډېر افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

رپوټونه وايي یوازې د روان کال له پیله د جون میاشتې تر ۲۴ پورې ۲۰۳۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.