تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوحه کې د افغان سولې د خبرو اووم پړاو پیل شو
د قطر په دوحه کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو پیل شو.
د طالبانو ویاند د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني ته منلې چې دا خبرې نن له غرمې وروسته پيل شوې.
د تېرو پړاونو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ په موخه د نورو پرضد د افغان خاورې د نه کارونې پر مسئلو ور ټولې وې.
خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د دغو دوو مسئلو ترڅنګ به د بین الافغاني خبرو او اوربند په برخو کې هم پرمختګ وشي.
وړاندې طالبانو ويلي و چې د افغان سولې قضيې دوه اړخونه لري. يو کورنى او بل بهرنى. ددوی په خبره کله چې د قضيې بهرنى اړخ حل شي نو دوى به کورني اړخ ته پام واړوي چې افغان حکومت سره د سولې مذاکرات دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله څرګنده کړې چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه رامنځ ته شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې د خبرو دا پړاو ډېر مهم دی.
"امید شته چې ښه پرمختګونه ترلاسه کړو او تر یوه بریده پایلو ته ورسیږو. دا دې پورې اړه لري چې امریکايي اړخ څومره جدي دی."
وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، داسې یو ۱۴ مخیز سند یې تر لاسه کړی چې ښيي طالبان څه ډول نظام غواړي. دوی وايي دا سند د هغه اساسي قانونو یوه مسوده ده چې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال چمتو شوې او ځینو پخوانیو طالب چارواکو تایید کړی ده.
ورځپاڼه لیکي له دې مسوده د یو څه پرمختګ څرک ښکاري خو په ورته وخت کې د طالبانو په ډله کې د ښځو د تعلیم، عدالت او له لږکیو سره د نرمۍ په اړه تناقض هم په ډاګه کوي.
نیویارک ټایمز زیاتوي په دې مسوده کې ځینې خبرې لکه د نجونو تعلیم ځنډول شوی، ددوی په خبره دا ددې لپاره چې له کورني مخالفت څخه ډډه وشي.
ورځپاڼه لیکي دې ډلې ته نږدې کسان وايي دا مساله اوس هم شته او له افغان دولت سره چې ښځو ته دتعلیم حق ورکوي د سولې خبرو په وړاندې هم لوی خنډ دی.