هند کې د افغان کرنیزو محصولاتو لوی نندارتون

د ویډیو تشریح، هند کې د افغان کرنیزو محصولاتو لوی نندارتون
د خپرېدو وخت

د هند ممبۍ ښار کې د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره یو لوی نندارتون جوړ شوی، چې کابو ۶۰ افغان شرکتونو وچه او تازه مېوه، څښاک، انار، مڼې، زعفران او نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

افغان سوداګر هیلمن دي چې هندي شرکتونه به د افغان محصولاتو ترلاسلو لپاره هوکړې لاسلیک کړي.