د ریاست پر سر ناندرۍ؛ د ولسي جرګې غړي لاس او ګرېوان شول

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسي جرګې مشرتابه پر سر ناندرۍ نن هم د دې لامل شوې چې د جرګې غونډه له تاوتریخوالي سره بې پایلې ختمه شي. پرون د ولسي جرګې غړو په د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه چې نن به د میاشت مخکې په رایې اچونه کې د یوې مشکوکې رایې برخلیک معلومولو لپاره د تائید یا رد لپاره رایې ورکوي.

خو نن ( جون ۱۹) د غونډې له پیل وروسته د رایو ورکړې پر ځای د ولسي جرګې غړو غونډه له ناندریو سره پیل کړه او ان له یوه بل سره لاس او ګرېوان شول.

د پارلمان ځینو غړو د جرګې مشر لپاره ځانګړی میز ایسته وغورځاوه او مات شو. پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې هم لیدل کېږي چې د جرګې ځینو غړو د یوه بل ګرېوان ته لاس اچولی.

د جرګې ځینې غړي وايي، تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د میر رحمان رحماني ځینو پلویانو هغه د ولسي جرګې د رئیس څوکۍ ته بدرګه کړ.

دغې چارې د نوموړي مخالفان وپارول او هغوی د جرګې مشر لپاره د ځانګړي میز په شاوخوا کې راټول شول او پر یوه بل د تورونو او ناندریو له پیل سره د نن غونډه پای ته ورسېده.

پرون د جرګې غړو پرېکړه کړې وه چې د یوې مشکوکې رایې پر سر به نن رایې ورکول کېږي او که دغه رایه تائید نه شي، له سره به رایې اچونه کېږي، چې دې سره به دواړه کاندیدان د بیا ځلې کاندید کېدو حق له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنې د مې پر اتلسمه د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ وشوې، هغه ټاکنې چې وروسته يي د څرنګوالي په اړه اختلافونه وو خو له اختلافونو او څو ځله ځنډ وروسته لنډ مهالي مشر میررحمان رحماني بریالی اعلان کړ.

په هغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې. د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکي اعلان شوې وې.

دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.