غني د کرېکټ لوبې لیدو او رسمي ناستو لپاره برتانیا ته رسېدلی

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر غني د برتیا د حکومت په رسمي بلنه یکشنبه له يوه لوړپوري دولتي پلاوي سره لندن ورسېد. د ارګ لخوا خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني به د دغه سفر په لړ کې له برتانوي چارواکو سره د کتنې ترڅنګ په مانچستر ښار کې د افغانستان او انګلنډ لوبډلو ترمنځ کرېکټ لوبه هم ګوري

ټاکل شوې چې دا لوبه د روانې جون میاشتې پر ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وړاندې ویلي، د ولسمشر غني سفر رسمي سفر دی او په ترڅ کې به یې د برتانیا له چارواکو سره دوه رسمي ناستې کوي.

ښاغلي فضلي زیاته کړې وه چې د ولسمشر غني لومړۍ ناسته به د برتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می سره وي.

پر دې سربېره به ولسمشر غني د برتانیا د کابینې له هغو وزیرانو سره هم ګوري چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي.

په دې ډله کې د برتانیا د دفاع وزارت او د نړیوالې پراختیا وزارتونه دي، چې په قوي احتمال به یې ولسمشر غني له چارواکو سره ناستې ولري.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/ ARG

د عکس تشریح، د ولسمشر غني لومړۍ ناسته به د برتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می سره وي.

خو داسې ښکاري چې د ولسمشر غني د سفر تر ټولو په زړه پورې پړاو به په مانچسټر ښار کې د افغانستان او انګلنډ کرېکټ لوبه وي.

دا به د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان پنځمه لوبه وي. افغانستان تر دې دمه خپلې لومړۍ څلور لوبې بایللې دي چې څلورمه لوبه یې د تېره ورځ (شبنه، جون ۱۶) له سویلي افریقا سره وه چې په ۹ وېکټو یې وبایلله.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کرېکټ لوبې کتلې دي، خو دا به لومړی ځل وي چې د نړیوال جام په څېر مهمو سیالیو کې د خپل هېواد د لوبډلې ملاتړ لپاره د لوبې میدان ته ورځي.

د نړۍ اکثر مشران د فوټبال او کرېکټ او ان د نورو لوبو د نړیوال جام په ترڅ کې د خپلو هېوادونو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره بهرني سفرونه کوي.