تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان خبریالې 'د بشري حقونو فعالې' جایزه وګټله
افغان خبریالې شکیلا ابراهیم خېل ته د هغه مستند فلم له کبله چې د ژوند پر کیسه یې ثبت شوی، 'د بشري حقونو فعالې ' جایزه ورکړل شوې.
مېرمن ابراهیم خېل ته دغه جایزه په هالنډ کې د بخښنې نړیوال سازمان په همکارۍ د هغه نندارتون مسوولینو له لوري ورکړل شوې، چې د 'هغه فلمونه چې اهمیت لري ' یا ( Movies That Matter) نوم ورکړل شوی دی.
د مېرمن ابراهیم خېل د ژوند کیسه د افغان الاصله امریکايي ممثلې صدیقه مجددي په (اژدها سره مخامخ کېدل) ډاکومنټري فلم کې تمثیل شوې ده.
فلم کې د افغانستان نرواکه ټولنه کې د یوې خبریالې په توګه د شکیلا ابراهم خېل د ژوند تر څنګ د افغان ملي شورا غړې نیلوفر ابراهیمي ژوند انځور شوی دی.
دغه نندارتون چې د (اژدها سره مخامخ کېدل) فلم تر څنګ اته نور مستند فلمونه هم پکې نندارې ته وړاندې کېږي، د روانې مارچ میاشتې له ۲۲ پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۳۰ پورې دوام کوي.
د نندارتون له لوري د بشري حقونو فعالیت په نامه ۵۰۰۰ یورو جایزه ورکول کېږي.
شکیلا ابراهیم خېل څوک ده؟
۳۷ کلنه شکیلا ابراهیم خېل افغان خبریاله ده، چې نژدې ۱۰ کلونه یې د طلوع خبري شبکې د خبریالې په توګه فعالیت کاوه او اوس په جرمني کې د دویچه ویله خبري شبکې لپاره خبریالي کوي.
مېرمن ابراهیم خېل د دوو زامنو او یوې لور مور ده او مېړه یې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال وژل شوی دی.
نوموړې ۲۰۱۲ کال کې د سحرګل نومې ښځې په اړه یو رپوټ خپور کړ چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې وه او له ځان پلورنې د انکار له کبله د مېړه او کورنۍ له لوري زنداني او شکنجه شوې وه.
د هغه رپوټ خپرېدو له کبله په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونونه څرګند شول.
مېرمن ابراهیم خېل ۲۰۱۲ کال کې د افغان خبریالانو کمېټې له لوري د (کال غوره خبریالې) لقب تر لاسه کړ او دغه راز په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان ښځو چارو وزارت له لوري د ملالۍ شجاعت مډال ورکړل شو.
په ( Movies That Matter) نندارتون کې نژدې ۷۰ سینمايي او مستند (ډاکومنټري) فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، چې تر ډېره حده یې موضوع له بشري حقونو او ټولنیز عدالت سره تړاو لري.