اروپايي ټولنه: له افغان ټاکنو سره مالي مرسته کوو

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د اروپايي ټولنی استازولۍ دفتر وايي، د افغانستان له راتلونکو ټاکنو سره د څه باندې ۱۵ ملیونه یورو مرسته کوي.

له دې وړاندې یادې ټولنې له لانجمنو پارلماني ټاکنو وروسته له ټاکنیزو بنسټونو سره خپلې مرستې په اصلاحاتو پورې تړلې بللې وې.

په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر له بي بي سي سره په خبرو کې هیله مندي ښودلي چې د ټاکنیزو بنسټونو نوي کمشنران دا ځل خپل مسولیت په ښه شان ادا کړي.

په افغانستان کې د میزان میاشتې له لانجمنو پارلماني ټاکنو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو قانون تعدیل کړ چې ورسره پخواني کمشنران هم له دندو لرې شول.

اروپايي ټولنه چې د افغانستان له ټاکنو سره تر ډېره مالي او تخنیکي مرستې کوي هم یو له هغو بنسټونو وه چې د افغانستان ټاکنو سره راتلونکي مرستې يي له اصلاحاتو سره تړلي بللې.

اوس په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر پیري مایدون له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، ټاکنیزو کمېسیونونو ته د نويو کمشنرانو ټاکل یو مهم ګام و چې دوی يي د ستونزو حل ته هیله من کړي دي:

"اروپايي ټولنه د اصلاحاتو راوستلو بهیر له نژدې څاري او باید ووایم چې مونږ په دې برخه کې ښې مثبتې او اغېزمنې خبرې درلودې. د ۲۰۱۹ ټاکنو ته هر ګام مهم دی او د دې لپاره اروپايي ټولنې هم په مالي کومکونو فکر کړی، د دغو ټاکنو لپاره مونږ ۱۵،۵ ملیونه یورو ځانګړي کړې دي چې اړوندو بنسټونو ته به يي ورکړو."

ښاغلي مایدون له دې وړاندې پارلماڼي ټاکنو ته پر چمتوالي نیوکې کړې وې. نوموړي ویلي و نه هم ټاکنو ته او نه هم له هغې وروسته بهیر ته لازم چمتوالی شوی و.

ټاکل شوي د افغانستان د ولسمشری، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت پارلماني ټاکنې په جولای میاشت کې تر سره شي چې افغان حکومت هم ورته د چمتوالي خبره کړې ده.

خو له ټاکنو سره هممهاله د افغانستان د سولې هڅې هم له بل هر وخته ډېرې ګړندۍ شوې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون له بي بي سي سره په خبرو کې دواړه بهیرونه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکي وبلل. نوموړی وايي، دا دواړه باید له پیاوړي مدیریت سره یو ځای پر مخ ولاړ شي:

''په ټوله کې موږ داسې نه وایو چې سوله که ټاکنې، خو دواړه مسلې د افغانستان لپاره یو شان مهمې دي او دواړه خپلې ستونزې او لوړې ژورې لري، خو باید دواړه په بېلانس سره پر مخ ولاړې شي. ''

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکايي ديپلوماتانو او طالب استازو تر ټولو اوږدې خبرې روانه اونۍ له ځينو پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، ممکن شپږم پړاو خبرې هم د روانې زیږدیزې میاشتې په پای کې تر سره شي.