تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې خبرې بیا سوکه شوې
- Author, شعیب شریفي
- دنده, بي بي سي دوحه قطر
- د خپرېدو وخت
د قطر دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو د سولې خبرې یوولسمې ورځې ته وغځېدلې. دغو خبرو ته یوې نژدې سرچينې بي بي سي ته وویل، دواړه لوري نن یکشنبه بیا د مرکې خونه کې سره را تولېږي، خو له اوس نه مالوميږي چې نن به خبرې پای ته ورسېږي او که نه.
خبرې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او تر اوسه دواړو خواوو د کوم مشخص پرمختګ په اړه تفصیل نه دی ورکړی، خو طالبان او امریکایان د خبرو له بهيره خوښ برېښي.
په قطر کې د افغان سولې په تړاو د خبرو په لړ کې پرونۍ هغه یې سوکه وې او مالومه شوه چې د دواړو خواوو مرکچیانو عمومي غونډه ونه شوه.
خو کوچنیو کاري ډلو ترمنځ خبرې له ماسپښینه تر ماخوستنه روانې وې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل زاد پرون د خبرو په خونه کې راښکاره نه شو، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دغې ډلې دویم لوړ پوړی مشر ملا عبد الغني برادر پرون د مرکچیانو خونې ته څېر مه دوه ځل ولیدل شو چې د قطري امنیتي مامورینو له خوا بدرګه کېده.
طالبان وایي، خبرې یوازې پر دوه موضوګانو څرخیږي له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول خو امریکايي سرچنينې ویلي د اوربند او بین الافغاني پرخبرو هم بحث کیږي.
امریکایان هیله من دي چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې د پنځم پړاو دا خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي طالبان هم هڅه کوي روانې خبرې یوڅه مثبتې پایلې ولري تر څو د دوی د سولې د نوي پلاوي حیثیت او اغېز تر سوال لاندې را نه شي.
د خبرو شپږم پړاو
تېره شپه ماخوستن مهال مرکچیان د ګډې خونې په غونډه کې د پردو له منځه ښکارېدل چې د طالبانو یو مرکچي له یوه امریکایي پوځي سره د ځينو نورو افغانانوپه شتون کې چې تخنیکي همکاران مالومېدل په خبرو بوخت دی. دغې ناستې د شپې تر نژدې لسو بجو دوام وکړ.
په دوحه کې روانو خبرو ته نژدې سرچینې وايي دواړو خواوو ټېنګه ژمنه کړې چې د مذاکراتو جزییات به له فیصلې مخکې د باندې نه باسي، تر څو په افغانستان کې د ننه د دوی په ټکو ښکېلو خواوو تر منځ بحث را پورته نه کړي.
د طالبانو د سرچينو په باور، د خبرو په دې پړاو کې پر ځینو موضوعګانو پرېکړه کېږي او ځينې د نورو خبرو لپاره شپږم پړاو ته پاتې کېږي.