تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
میوند کې پر پوځي قرارګاه د طالبانو برید مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت میویند ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان پوځ پر یوه قرارګاه برید کړی او پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. افغان پوځي چارواکي د ۵ سرتېرو وژل کېدل مني، خو طالبان ادعا کوي چې برید کې یې لسګونه افغان پوځیان وژلي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول ادرو قومندان جنرال عبدالحمید حمید وایي، د طالبانو پر برید کې ۵ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
نوموړی هغه رپوټونه هم ردوي چې ګواکې طالبانو دې قرارګاه ته د رسېدو لپاره یې تر ځمکې لاندې ۸۰۰ متره اوږد تونل کیندلی او بیا یې تر قرارګاه لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم رسنیو ته ویلي، تېره شپه د کندهار میوند ولسوالۍ کې د دفاع وزارت پر یوه پوسته برید شوی، چې لږترلږه لسو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو بل لور ته وسلوال طالبان وایي، په دغه برید کې یې نژدې ۳۵ افغان ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په میوند ولسوالۍ کې یوه باوري سرچینه وایي، وسلوالو طالبانو دغه پوځ کوټ ته شاوخوا اته سوه متره تونل ایستلی او وروسته یې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړي او چوولي یې دي.
سرچینه همداراز وایي، د دومره اوږد تونل ایستل لږ تر لږه یوه میاشت وخت اخلي.
په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، دغه پوځ کوټ د کندهار میوند ولسوالۍ له مرکز څخه په لس کیلومترۍ کې د مندوزو په سیمه کې پروت دی.
د راپورونو له مخې، برید سه شنبه د شپې ۱۱ بجې شوی او وروسته لنډه جګړه هم شوې ده.
تر دغه برید وروسته وسلوالو طالبانو له پولیسو سره هم نښته کړې، چي پر مهال یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
خو دا لا مالومه نه ده، چې دغه نښته کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.
په ۲۰۱۱ کال کې د کندهار مرکزي زندان ته طالبانو ورته تونل کیندلی و، چې لږترلږه ۴۷۵ بندیان ترې وتښتېدل.