تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندز کې د پولیسې کیسه
تېره يوه نيمه لسيزه کې افغانستان کې د ښځو لپاره بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو کاري ساحه کې تر ټولو سخت چاپېريال بيا د پوليسو او پوځي چارو کې د دوی کار دی.
په تېره بيا له پلازمېنې بهر لرې سيمو کې، چې يوه يې شمال ختیځ کندوز ولایت دی. هلته له امنيتي ګواښونو سره سره بیا هم ښځې د پولیسو په لیکو کې کار سره لېوالتیا ښيي.
کندوز په تېرو دريو کلونو کې دوه وارې لنډ وخت د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی او لا هم د ښار په دوه کیلومټرۍ کې فعال دي. زموږ خبریال زلمي اشنا کندوز کې د ښځينه پولیسو کارونه څارلي دي.