'له افغان مجاهدینو سره زما سفر'

د خپرېدو وخت

د لندن شمال لوېدیځ کې د های ویکومب نومي ښارګوټي اوسېدونکي جان انګلنډ ۱۹۷۰ لسیزه کې له خپل یوه افغان ګاونډي رحمت الله سره وپېژندل. نژدې یوه لسیزه وروسته رحمت الله جان ته د افغانستان سفر بلنه ورکړه، چې هغه مهال پکې سخته جګړه روانه وه او دوی دواړه په یوه غیر عادي سفر ووتل.

Members of the Mujahideen holding guns in Afghanistan in 1988

د عکس سرچینه، John England

د عکس تشریح، رحمت الله ۱۹۸۸ کال کې له مجاهدینو سره

جان د دغه درې اونۍ اوږده سفر پر مهال یوه کتابچه کې یاداښتونه لیکل، تصویرونه یې اخیستل او وروسته یې بیا ګوینګ اینسایډ نومي ډیجټل پاڼه کې د ملګرو او خپلوانو لپاره خپاره کړل. دغو ۳۰ کاله پخوانیو تصویرونو کې د هغه مهال افغان ژوند-ژواک یو څرک وینو.

دوی دواړو ۱۹۷۸ کال کې هغه مهال یو بل ولیدل، چې رحمت الله د جان په کوڅه کې یوه کور کې استوګن شو. جان د سیمې یوه ښوونځي کې د سرمعلم مرستیال و او رحمت الله همالته یوه پلاستیک کارخونه کې دنده درلوده.

رحمت الله له دې مخکې افغان ځانګړو ځواکونو کې ډګروال و او مېرمن یې مدافع وکیله وه، خو ۱۹۷۳ کال کې د پاچا ظاهرخان خلاف د داود خان له کودتا وروسته دا هر څه بدل شول او له دې شپږ کاله وروسته شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل.

Men seen in and around a large jeep in Afghanistan

د عکس سرچینه، John England

د عکس تشریح، جان هغه مهال افغانستان کې د کارېدونکو ګاډو یادونه کړې

رحمت الله په برتانیا کې له پناه موندلو مخکې د مجاهدینو یوې ډلې قومندان شو. د جان یاداشتونو کې د پېښور حال لولو، چې رحمت الله پکې یو کور درلود او له دې وروسته هغه د پکتیا مرکز ګردیز شاوخوا سیمو کې ګرځېدلی او د هغه ځای کیسې یې لیکلې دي.

جان وايي، له رحمت الله سره د سفر پر مهال، چې دی وايي مجاهدینو یې ډېر درناوی کاوه، دی یوازې له نارینه وو سره مخامخ شوی دی.

هغه مهال افغانستان کې د لېږد رالېږد لپاره یا خو رنګینې لارۍ او یا هم ټويوټا 'جیپونه ' کارېدل. جان ویلي، مجاهدینو له وسلو سره او په ځانګړې توګه داسې مهال چې جګړې ته به روانېدل د تصویرونو اخیستو شوق درلود.

جان خپل ډېر عسکونه پېښور کې پرنټ کړي، خو په احتیاط سره کښته پورته کېدو او سکین کولو یې دغه لسیزې پخواني تصویرونه خوندي ساتلي دي.

A view of a landscape in Afghanistan in 1988

د عکس سرچینه، John England

جان وايي، ځینې هغو ځايي کلیوالو ته له ده سره لیدنه دلچسپه وه، چې پاسپورټ یې نه و لیدلی، برتانیا کې د څېزنو بیو ته حیرانېدل او د تشناب کاغذ استعمالونکي ورته عجب خلک ښکارېدل.

خو نوموړی وايي، له دې ټولو توپیرونو سره هم دوی ټولو بي بي سي پېژنده او رحمت الله به هم تل بي بي سي اورېده.

Men cooking over a fire

د عکس سرچینه، John England

دې تصویرونو کې ځینې سمسورې درې او شاړې ځمکې، سوځلي روسي ټانکونه، بمبار شوې ودانۍ او داسې سړکونه وینو، چې لویې سوړې پکې شوې.

Members of the Mujahideen holding guns in Afghanistan in 1988

د عکس سرچینه، John England

جان په خپلو یاداښتونو کې له پېښوره نژدې ۴۰ کیلومتره لرې د ادم خېلو درې یادونه هم کړې، چې په خبره یې نژدې هر دکان کې یې وسله او مهمات یا چمتو کېدل او یا پکې خرڅېدل.

دی لیکي:

''کولای شي دلته مشین ګن، دافع هوا ماشین دارې، ماوزر، لیوګر، کلاشنکوف او بله هر ډول وسله، چې غواړئ ومومئ. ''

Members of the Mujahideen holding guns in Afghanistan in 1988

د عکس سرچینه، John England

جان وايي، د سیمې خلکو لاس کې ټوپک یو معمول و او کلاشنکوف پکې د مجاهدینو د خوښې وړ وسله وه.

Members of the Mujahideen in Afghanistan in 1988

د عکس سرچینه، John England

جان په خپلو یاداښتونو کې د پکتیا ځاځیو سیمه کې د مجاهدینو یوه مرکز کې د یوې میلمستیا یادوونه کوي. دی وايي، میلمستیا کې وریجې، غوښې، اوږدې وچې ډوډۍ او هندواڼې وې او له ډوډۍ وروسته د مجاهدینو اتڼ و، سندرې وې او دا وايي، داسې څه و، چې ده یې مخکې د لیدو تصور هم نه شوای کولای.

جان خپل غیر عادي سفر داسې یادوي:

''په افغانستان کې زما وخت د هغو افغانانو چې ما ورسره ولیدل د سخاوت، میلمه پالنې، او مهربانۍ له کبله ډېر ښه تېر شو او زما دغه سفر یادګار شو. سره له دې چې زه د جګړې یوه ډګر کې وم، خو جالبه دا وه، چې اکثر مهال مې ځان خوندي احساساوه او دا تجربه نه هېرېدونکې ده. ''

John England on a tank

د عکس سرچینه، John England

د عکس تشریح، جان انګلنډ پر یوه ټانک ناست لیدل کېږي

ټول تصویرونه د جان انګلنډ دي