عکسونه: قاهره کې د سید جمال الدین افغان مجسمه

د خپرېدو وخت

د اګست پر شپږمه نېټه د سید جمال الدین افغان مجسمه په رسمي توګه د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه کې د آزادۍ په نوم پارک (حدیقة الحریة) کې ښکاره شوه او مخکتنه یې وشوه.

مجسمه

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، د اګست پر شپږمه نېټه د سید جمال الدین افغان مجسمه په رسمي توګه د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه کې د آزادۍ په نوم پارک (حدیقة الحریة) کې ښکاره شوه او مخکتنه یې وشوه.
مجسمه

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، دا مجسمه د قاهري په مرکزي برخه کې په یوه پارک کې اېښودل شوې
مصر کې د سید جمال الدین افغان مجسمه

د عکس سرچینه، افغان سفارت

د عکس تشریح، په مصر کې د سید جمال الدین افغان هلې ځلې هر اړخیزي وې
افغانان مصر کې

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، قاهره کې یو شمېر افغانان د سید جمال الدین مجسمې مخې ته ولاړ دي
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، د مصر او افغانستان دوستي اوس ۹۰ کلنه شوه.
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، سید د وخت په تېرېدلو نه یوازې مصر بلکې په ټول منځني ختیځ کې ‍پیروان او شاګردان پیدا کړل.
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، د سید جمال الدین افغان ډېر شاګردان د وخت په تېرېدلو سره د مصر په لوړو مقامونو کې وټاکل شول
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، سید جمال الدین افغان په سیاسي ډکر کې هم ډېر ښکاره دریځ درلود
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، مصر ته د سید جمال الدین افغان لومړی سفر په ۱۸۷۱ کال کې د مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه و.
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، مصر هغه وخت د عثماني خلافت یوه برخه وه او د علم او پوهې مرکز و او له همدې کبله سید جمال الدین افغان د خپلو فعالیتونو لپاره غوره ځای وباله.
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، د مصر او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې او دوستي د شاه امان الله خان او د پاچا فؤاد په وخت کې پیل شوې.
مصر

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح، سید جمال الدین افغان د۱۸۹۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۹ نېټه د ستوني د سرطان د ناروغۍ له امله د ترکیې په استانبول ښار کې وفات شو او په ۱۹۴۴م کال کې د افغانستان دولت په غوښتنه یې تابوت افغانستان ته ولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.